IQNA

 په ماساچوست ټيکنالوجیکی موسیسې په مینځ کې د قرآن او عترت زده کونې خپریدا

8:15 - December 21, 2023
د خبر لمبر: 3488454
ایکنا- په ماساچوست ټيکنالوجۍ  موسیسې (MIT) کې د ذکر ټولنې، د اسلامی اوقرآني  موضوعګانو په  زمینې کې دمختلفو پروګرامونو په ترسره کولو سره  د اهل بیت(َع) له معارفو سره ډير مخاطبان بلدوي.

ایکنانیوز  راپور ورکوي، د امریکا د  ماساچوست ټيکنالوجي موسیسې د اهل تشیعّ مسلمانانو ټولنې(MIT Shia Muslim Association) په ۲۰۰۷کال کې د (ZEKR) په نامې سره خپل کار پيل کړ.

 په پیل کې ددغه پوهنتون  د شیعه محصیلینو یوې ډلې هره جمعې ورځ د قرآن کریم د تلاؤت او دهغو په معنو کې د تدبر لپاره یوه غونډه ترسره کوله، خو دوي ځانونه دغه پروګرام ته محدود نه کړل او په اونۍ کې پخپلو پروګرامونو کې دعای کمیل هم زیاته کړه.

د یو پیل ؤ ، په   MIT کې د قرآن او اهل بیت(ع) دمعارفو د پراختیا دپوټینشل د وړتیاؤ ددرک لپاره  چې  ددغو پروګرامونو له ولولناک هرکلي سره یوځای شو.

 اوس دغه ټولنه یا انجمن په درست متحده ایالاتو کې له اسلام څيړاندو سره له خپلو پراخو  ارتباطاتو څخه په استفادې سره ، خپل ډير پروګرامونه ، په آنلاین او حضوري بڼه ترسره کوي.

ذکر، د تیر کال دغدیر  اختر او  دمحرم   د مناسبتونو مختلفو پروګرامونه   په   MIT Stratton محصیلینو مرکز کې په حضوري بڼه ترسره کړل.

ذکر همداراز  په انګریزي او فارسي ژبو په مختلفو موضوعګانو سره آنلاین وبینارونه  هم ترسره کوي..ددغو پروګرامونو ویډیوګانې په یوټیوب کې خپریږي او  له اسلامی موضوعګانو سره  د ټولو مینه والو لپاره  دترلاسه کیدو وړ دي .

 یو ترټولو نوی پروګرام؛د هارورډ د څيړنو له  محصیلینو سره د رمضان درې شپې ؛ نومې پروګرام ؤ چې د ۲۰۲۳کال د روژې  دمبارکې میاشتې په قدر شپو کې د درو متفکرانو او څيړاندو په شتون سره ترسره شو چې په  مجازي فضا کې د حاضرو کسانو پوښتنو ته په ځواب وئيلو سره  له قرآن او اسلام سره  داړونده موضوعګانو په باب  پکې بحثونه وشول.   

ددغه پوهنتون د مذهبیومعنوي او اخلاقي ژوند ددفتر(ORSEL)، د راپور په اساس، دیوه پخواني سنت په اساس  هردین  وفرقه  په  MIT کې یو روحاني مبلغ لری چې د دیني ،معنوي او خلاقي او همداراز د بحران په موقعو کې دملاتړ او پټو مشورو په څير د پروګرامونو دوړاندې کولو په زمینې کې فعالیت کوي.

په نارت ایسټرن  پوهنتون کې د بریښنا او کمپیوټر انجنئيرینګ یو استاد حسین مصلایی په  MIT کې دیوه شیعه روحاني په توګه  خدمت کوي.  په  ORSELکې د هغه د بایو ګرافی په اساس ، د هغه هدف دا دی چې  د مسلمانو محصیلینو لباره ښه شپتیبان شی څو دوي له دوي سره له معنوي نظره په زده کړو په پړاؤ کې مرسته وکړي.

ددغې ټولنې یوه غړي ، ایکنانیوز خبری آأژانس ته ووئيل ، ذکر د قرآڼ ،حضرت محمد مصطفی(ص) او عترت معصومین(ع) د تعلیماتو د دودولو په موخې سره  او دغه راز په لوی بوسټن سیمې کې د شیعیانو لپاره د اجتماع او یوزړتوب د حس د رامینځةکولو په هدف سره  تاسیس شوی دی.

 هغه ډول ډول پروګرامونه چې د ذکر ټولنې په وسیله ترسره کیږي، نه یوازې  محصیلین بلکې د ټولنې دنورو پرګنو کسان هم جذبوي او په تیرو څو کلونو کې د مختلفو پرګنو ډيرو مخاطبانو  ددغې ټولنې یا انجمن  په آنلاین او حضوري پروګرامونو کې  ګډون کړی دی .  

https://iqna.ir/fa/news/4188797

 

captcha